د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فرخ حبیب ادعا کړې چې فواد چوهدري د هغه له کوره پولیسو نیولی دی

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فرخ حبیب ادعا کړې چې فواد چوهدري د هغه له کوره پولیسو نیولی دی.

د پي ټي ائي مشر فرخ حبيب په يو ټويټ کې ادعا کړې وه چې فواد چوهدري د هغه له کوره د پوليسو لخوا نيول شوی دی.هغه لیکلي چې وارد شوي حکومت د ګډوډۍ ښکار شوی دی.

په بل ټويټ کې د پي ټي ائي مشر فرخ حبيب دوه ويډيوګانې شريکې کړې او ادعا يې کړې چې دا پوليس ګاډي فواد چوهدري د نیولو لپاره روان دي.


ياده دي وي چي څو ساعته وړاندي ميډيا سره خبرو کښي فواد چوهدري پوليس ته چيلنج ورکړے وو او وئيلي وو چي پوليس ته بلنه ورکوم چي عمران خان دي ګرفتار کړي که جرئت لري۔

ده ووئيل چې داسې رپورټ راغلې دي چې پوليس د عمران خان د نيولو منصوبه لري، د عمران خان په ضد كومه مقدمه نشته، ماحول نشته، پوليس د عمران خان د نيولو هڅې كوي۔

هغه زیاته کړه، که تاسو زموږ شرافت کمزوری وګڼئ، نو دا به ستاسو تېروتنه وي، په ټول پاکستان کې به احتجاجونه کېږي، ټول ښارونه به تړل کېږي.