د ملکي هوايي ادارې چلند یو ځل بیا ټولې الوتنې ځنډولي

د ملکي هوایي ادارې چلند یوځل بیا ټولې الوتنې ځنډولي

وروسته تر هغې چې د کابل ډېری ښاریان د هوايي ډګر پۀ خوا و شا کې را ټول شوي د ملکي هوايي چلند اعلان وکړ چې دوی هېڅ الوتنې ته اجازه نۀ ورکوي.

 

(2021/ 8/ 20 نېټه باغي ټلویزیون)

د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي داسې هېڅ کومه الوتنه نشته چې افغانان دې ولېږدوي، هوايي ډګر ته لۀ راتلو څخه ډډه وکړئ تر څو بیت المال ضایع نشي.

څو ورځې وړاندې کله چې طالبان کابل دننه شول د کابل ډېری وګړي د کابل هوايي ډګر خواته لاړل، دوی هڅه کوله لۀ دې لارې د بهرنیو الوتکو پۀ مرسته پرته لۀ ویزې او پاسپورټه  لۀ هېواد څخه وتښتي چې ځینې د الوتکو لۀ الوتنې وروسته ځمکې ته راولوېدل او ژوند یې بایلود، اوس یو ځل بیا ډیری  وګړي هڅه کوي پۀ غیر قانوني ډول هېواد ترک او د هوايي ډګر لۀ لارې پرته لۀ اسنادو الوتنه وکړي؛ خو هوايي ملکي چلند ادارې اعلان کړی چې هوايي ډګر ته دې نۀ راځي او د دوی د کارونو خنډ دې نکېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文