د قبایلي سیمې ضلع کرم سياسي او ټولنيزو مشرانو غوښتنه کړې، چې د سيمې د خلقو د اوږدې مودې غوښتنې پوره کولو سره دې کېډټ کالج جوړ شي او د ضلعې د زده کوونکو راتلونکې دې له تيارو وژغورل شي

0
57

باغي ټي وي رپورټ
د قبایلي سیمې ضلع کرم سياسي او ټولنيزو مشرانو غوښتنه کړې، چې د سيمې د خلقو د اوږدې مودې غوښتنې پوره کولو سره دې کېډټ کالج جوړ شي او د ضلعې د زده کوونکو راتلونکې دې له تيارو وژغورل شي.
د کرم ضلعې سياسي او ټولنيزو مشرانو، د غزني ګل، مير افضل خان، شاهد خاکسار، لياقت علي او نورو مشرانو په خپلو خبرو کې وويل، چې په کرم ضلع کې د کيډټ کالج د نشتوالي له امله زده کوونکي او د سيمې خلق له ستونزو سره مخ دي.
ده ووئيل چې حكومت دوه ځله په كال 2014 او 2018 كښې د كرم ضلعې لپاره د كيډټ کالج منظوري وركړې وه خو د هغه وخت چارواكو د قبائلي اولس د اعتراضونو په بهانه دا لويه پروژه نورو سيمو ته منتقل كړه او د كرم ضلعې خلقو سره ئې ظلم وكړو۔
مشرانو اوویل چې د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول ملک کښې به داسې يو کيډټ کالج نه وي چرته چې د کرمې د ضلعې تکړه زده کوونکی ځوانان داخل نه وي۔
هغوی اوویل زموږ د کرم ضلعې سلګونه زده کوونکي د هېواد په نورو بېلابېلو کېډټ کالجونو کې زده کړې کوي او په ملي کچه د ښې کارکردګې ریکارډ هم لري.
کیډټ کالج رزمک، کیډټ وانا، کیډټ کالج سپینکۍ، ګریسن کیډټ کالج کوهاټ، کیډټ کالج ورسک، ملټری کالج جهلم، ملټری کالج مری، ملټری کالج سوئی او پی اے ایف کالج لوئر ټوپه او سرګودها داسې کالجونه دي چې په لسو کښې تکړه زده کوونکي هم د کرم ضلعې سره تعلق لري.
مشرانو له چارواکو غوښتنه وکړه چې په کرم وضلع کې دې یو کیډیټ کالج جوړ شي، ترڅو دلته زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره شي او لوړې زده کړو او روزنې په ترلاسه کولو سره د هېواد او خلقو خدمت وکړي.

Leave a reply