د پی ټی ایی مشر فواددچوهدری ویلی دي چې په محدود شمېر كښې اسمبلۍ ته د تګ مقصد راجا رياض د اپوزیشن څوکۍ څخه لرې كول وو

0
86

باغي ټي وي رپورټ

اسلام اباد: د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري د پارټۍ د زياتو غړو د استعفاګانو د منلو په غبرګون کې ويلي چې سپيکر دا ګام د راجا رياض د ژغورلو لپاره پورته کړی دی.

په ټوئټر خپل يو بيان كښې فواد چوهدري وئيلي دي چې په محدود شمېر كښې اسمبلۍ ته د تګ مقصد د اپوزيشن ليډر له عهدې راجا رياض لرې كول وو، دغه قومي اسمبلۍ كښې د واپسۍ لپاره د كوم نمائنده حيثيت نشته۔

ده ووئيل چې دا مهال د شهباز حكومت د 172 كسانو ملاتړ له لاسه وركړې دے٬ وارداتي وزيراعظم د حكومت د بچ كولو لپاره په لوټمارۍ اتكا كوي٬ د سپيكر د اقداماتو په نتيجه كښې د راجه رياض د بچ كولو په نتيجه كښې 40 فيصده څوکۍ خالي شوې دي۔

فواد چوهدري وويل ملک ټولټاکنو ته نزدې شوى دى، ددغه بحران يواځينۍ حل قومي ټاکنې دي، حکومت به تر کومه وخته دتندلارو څخه ډډه کوي، ولس پخپله فيصله کوي او فيصله به په ووټ کوي.

Leave a reply