ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان يو زنانه جج ته د ګواښلو کيس کښي د استثنيٰ درخواست باندي خپله فيصله محفوظ کړي ده

0
104

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان يو زنانه جج ته د ګواښلو کيس کښي د استثنيٰ درخواست باندي خپله فيصله محفوظ کړي ده۔

د اسلام اباد د ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ جج رانا مجاهد رحيم د عمران خان په ضد د زنانه قاضي زيبا چوهدري ته د ګواښلو د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې اسپيشل پراسيکيوټر رضوان عباسي عدالت ته حاضر شو.

د اوريدنې په مهال د عمران خان وکيل نعيم حيدر د پي ټي آئي چيئرمېن د طبي بنيادونو په وجه د استثنیٰ درخواست جمع کړے وو ولې عمران خان د اورېدنې لپاره عدالت ته حاضر نه شو۔

سپيشل پراسيکيوټر عدالت کښې دريځ خپل کړے دے چې د عمران خان د نه وړاندې کېدو لپاره دې د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ جاري کړې شي۔

عدالت پوښتنه وکړه چې ولې په دې مقدمه کې ستاسو د وکيل خط نشته؟ د عدالت د استفسار په مهال د عمران خان وکيل نعيم حيدر وويل مونږ ته تيره شپه د نوټس په اړه خبر راغلو.

ورسته عدالت د عمران خان د استثنیٰ په درخواست فیصله محفوظ کړه.

Leave a reply