د ترانسپورټ وزارت پلاوي تورخم ښارګوټي کې له یو شمیر موټر چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو استازو سره کتلي.

0
96

د ترانسپورټ وزارت پلاوي تورخم ښارګوټي کې له یو شمیر موټر چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو استازو سره کتلي.

24 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت یو پلاوي په تورخم کې له يو شمير موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ليدنه ترسره کړی.

خبر زیاتوي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين مولوي عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي ننګرهار ته د خپل سفر په لړ کې تورخم ته سفر ترسره کړ، هلته يې له يو شمير موټرچلوونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو او سوداګرو سره له نږدې وليدل.

 

د تورخم ښارګوټي موټر چلوونکو، ترانسپورټي شرکتونو استازو او سوداګرو د پلاوي ښه راغلاست ترسره کړ او د یاد ښارګوټي د ترانسپورټ اړوند ټولې ستونزې او مشکلات یې د یاد پلاوي سره شریک کړل.

اړوند موضوعات

د يو شمير سوداګریزو او ټرانسپورټي شرکتونو استازو د هوایي چلند او ترانسپورټ وزارت له سرپرست سره کتلي.

 

د دوی د خبرو له اوريد وروسته د یاد پلاوي مشر او د ترانسپورټ وزارت معین په خپلو خبرو کې له دوی سره د شته ستونزو د حل کيدو او د اسانتياوو د رامنځته کيدو کلکه ژمنه وکړه.

حماد

Leave a reply