د سندهه صوبې په ګوټکي سیمه کښې د انسان تښتولو غلو او ډاکوانو په ضد عملیات دوام لري ,د پوليسو په عملياتو کې ١٦ تنه ډاکوان ووژل شول.

0
155

باغي ټی وی رپورټ
د سندهه صوبې په ګوټکي سیمه کښې د انسان تښتولو غلو او ډاکوانو په ضد عملیات دوام لري ,د پوليسو په عملياتو کې ١٦ تنه ډاکوان ووژل شول.

د ډي پي او اختر فاروق په وينا په کچه کې د عملياتو په مهال 16 يرغمل شوي کسان ژغورل شوي او د سندهه پنجاب چيک پوسټ باندې 66 کسان د تښتولو نه بچ شوي دي.

بل لوري ته د سندهـ حکومت په کچه سيمه کې د غلو او ډاکوانو سره د مقابلې لپاره دپوليسو لپاره دموډرن وسلو دپيرودلو لپاره دپاکستان ارډننس کارخانې ته رجوع کړې ده.

په وسلو کې به ډرون، بکتر بند او د فائر پاور وسلې شاملې وي، د دې نه علاوه د سنړهه پولیس د ختیځې اروپا هیواد ارمنیا څخه عصري ټوپکونه او په شپه کښې د کارولو دوربینونه او کنټرول ګاډي هم اخلي.

Leave a reply