د اسلامي ریاست او هیواد پاکستان په ضد وسله اوچتول او د پاکستان په ضد جنګ کول حرام دی: د پاکستان دینی عالمانو ګډه پریکړه

0
198

نصیب شاه شینواري
د ترهګرۍ، انتهاخوښۍ او کرکې پر ضد د پاکستان پیغام په نامه ملي کانفرنس ترسره شو، د امن غوښتنې او د ترهګرۍ رد کولو په اړه دا لویه دستوره ( میثاق وحدت کانفرنس )په نړیوال اسلامي پوهنتون کښې راجوړ شوې وو.

په کنفرانس کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د بېلابېلو مکتبونو علماوو ګډون وکړو. اسلامي دیني عالمانو د تحریک طالبان پاکستان په اړه خپله ګډه پریکړه جاري کړه او په ګډ بیان کښې اوویل شول چې دا غونډه تکراروي چې:
پاکستان یو اسلامي دولت دی، د پاکستان اساسي قانون د پاکستان د اسلامي فطرت ګواهي ورکوي.
د پاکستان اساسي قانون یو داسې اساسي قانون دی چې په بل هیڅ هیواد کې نشته.
. د پاکستان پر ضد هر ډول وسله وال اقدام ښکاره بغاوت، ناروا او حرام دی.
. له مفتي نور ولي او د هغه له نورو همکارانو سره شاوخوا ۴۵ دقیقې خبرې وکړې شوې.
. د مفتي نور ولي د پاکستان ضد فتوی بالکل غلطه ده.
. مفتي نور ولي او ملګري یې باید پاکستان د یوه اسلامي دولت په توګه وپېژني او اومني.

د غونډې ګډون والو په دې خبره هم ټینګار وکړو او په دې ی اتفاق وکړو چې مفتي نور ولي او ټي ټي پي د تیرو شلو کالو راهسې ماشومان، ښځې او علما نه دي معاف کړي، نور ولي ویلي وو چې موږ به وسله نه پورته کوو.
په جاري شوي ګډ بیان او مراسله کښې دیني عالمانو اوویل چې نور ولي او ټي ټي پي ته لارښوونه شوې ده، په داسې وخت کښې چې کله موږ تاسو ته لارښوونه کړې نو بیا غوښتنه د څه کوې؟
دیني عالمان په بیان کښې زیاتوي چې نورولی هیڅ کوم جواز نه لري چې دوی ته لارښوونه نه ده شوې او دیني عالمانو تر دې وړاندې هم د پاکستان د پیغام په شکل کښې دوی ته فتوی صادره کړې ده.

دیني عالمان وایی چې نور ولي د فاټا پر انضمام ډېر ټینګار وکړ او د فاټا په موضوع زور ورکوي خو موږ دوی ته وویل چې د فاټا انضمام یوه سیاسي مسله ده، دیني عالمان زیاتوي چې د نور ولي او د هغه د ملګرو لپاره، د مذهب مسله تر شاه ددوی ده او د فاټا مسله ددوی په اند ډیره یوه مهمه وه.
…………………………….

د پاکستان دیني لوی لوی عالمان په بین المللي اسلامي پوهنتون اسلام آباد کښې د پاکستان پیغام غونډه کښې ګډون کوي.

Leave a reply