په شمالي بلوچستان کښې د ژمي سخت ساړه دوام لري، په زیارت کې د تودوخې درجه منفي ۱۷.۸ درجې ته راښکته شوې ده.
باغی ټي وي رپورټ
په شمالي بلوچستان کې سخت ژمی دوام لري، په زیارت کې د تودوخې درجه منفي ۱۷.۸ درجې ته راښکته شوې ده.
د بلوچستان د پشين، قلعه سيف الله، قلعه عبدالله په ګډون د چمن او د زيارت د لوړو سيمو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
په بلوچستان کې د سختې هوا له کبله د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د موبايل او انټرنېټ خدمات بند شوي دي.
بل خوا په پنجاب او سندهـ کې د یخنۍ شدت دوام لري، په کراچۍ کښې هم نن سهار وختي د یخو بادونه څپې وې.