د پخواني اعلی وزیر او پخوانیو وزیرانو څخه دې پروتوکول او رسمي ګاډي واخیستل شي: د پاکستان د ټاکنو مشر په خپل لیک کښې بیان
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اليکشن کمشنر، چيف سيکرټري، انسپکټر جنرل (آئي جي) پوليس او نورو چارواکو ته خط استولی دی.
د اليکشن کميشن د وياند له مخې په ټوله صوبه کښې په تبادله او پوسټنګ بنديز لګولې شوے دے۔
وياند وويل په نويو پرمختيائي پروژو هم بنديز لگول شوى دى.
په خط کې هدایات شوي چې د پخواني اعلی وزیر او پخوانیو وزیرانو څخه دې پروتوکول او رسمي ګاډي واخیستل شي او دولتي استوګنځایونه، رسمي هاسټلونه او مېلمستونونه دې هم خالي کړل شي.
د ټاکنو کمیسیون لارښوونه وکړه چې د څارنې لړۍ دې د معمول په څېر دوام وکړي.
ياده دې وي چې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل شوې او نگران وزيراعلې هم خپلې څوکۍ په غاړه اخېستې دي.