د ایران د اسعارو بیه د ډالر په پرتله په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې چې له امله یې په ازاد بازار کې د یو ډالر بیه میلیونونو ریالو ته پورته شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
د ایران د اسعارو بیه د ډالر په پرتله په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې چې له امله یې په ازاد بازار کې د یو ډالر بیه میلیونونو ریالو ته پورته شوې ده.

د بهرنیو رسنیو په وینا، ایران په دې ورځو کې د اروپايي ټولنې له خوا د لا زیاتو بندیزونو له وېرې سره مخ دی، چې له امله یې د ډالر په مقابل کې د ایران کرنسۍ په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې ده.
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د سې شنبې په ورځ د ایران د انقلابي ګارډ د نویو بندیزونو له وېرې په بازار کې د ایراني ریال پر ارزښت نوره هم اغېزه وکړه او د یو امریکايي ډالر بیه ۴۴۷ زره ریال ته ورسېده. خلاص بازار

د رسنیو د راپورونو له مخې اروپايي ټولنه پر ایران د نورو بندیزونو په لګولو غور کوي، چې ښايي دا ځل د ایران سپاه پاسداران هم پکې شامل وي، په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې ځینې غړي غواړي د ایران انقلابي ګارډ یو ترهګر سازمان اعلان کړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ په ازاد بازار کې امریکايي ډالر ۴۴۷ زره ریال ته ورسېد، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د یوه ډالر بیه ۴۳۰ زره ریاله وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په ایران کې له مظاهرو وروسته د ریال ارزښت ۲۹ سلنه راټیټ شوی دی.

د ایران د مرکزي بانک د والي له خوا د شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ایراني ریال د بیې سقوط د دې پر ضد د رواني عملیاتو پایله ده، د دښمن هیوادونو رژیمونه په ایران کې بې ثباتي رامنځ ته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐