لاهور: قامي احتساب بيورو (نيب) وئيلي دي چې د مني لانډرنګ ريفرنس کښې د وزيراعظم د زوي سليمان شهباز ګرفتاري ته اړتیا نه وه

0
234

باغی ټي وی رپورټ
قامي احتساب بيورو (نيب) وئيلي دي چې د مني لانډرنګ ريفرنس کښې د وزيراعظم د زوي سليمان شهباز ګرفتاري ته اړتیا نه وه.

د لاهور په احتساب عدالت کې د شهباز شريف کورنۍ په ضد د مني لانډرنګ ريفرنس اورېدنه وشوه چې پکې د وزيراعظم زوی سليمان شهباز او زوم هارون يوسف هم عدالت ته حاضر شول.

د اوريدنې په مهال نيب عدالت ته بيان ورکړو چې د سليمان شهباز ګرفتاري ضروري نه وه چې له وجې سليمان شهباز د ضمانت درخواست واپس کړے دے۔

نيب عدالت ته وئيلي چې د نوي قانون له مخې د سليمان شهباز د ګرفتارۍ وارنټ نشته ، د سليمان شهباز وکيل امجد پرويز وويل د ګرفتارۍ وارنټ د انکوائري په مرحله کې دي .

د نيب وکيل وويل چې د سليمان شهباز ګرفتارۍ اوس ضرورت نشته، مونږ سليمان شهباز ته سوالنامې ورکړې وې خو تر اوسه مو ځواب نه دی ورکړی، په دې اړه د سليمان شهباز وکيل وويل مونږ نيب ته جواب جمع کړی دی.

ورسته عدالت د سليمان شهباز د ضمانت درخواست خارج کړ او عدالت د هارون يوسف ضمانت تر اوومې فرورۍ پورې غځولې او د نيب نه جواب طلب کړو.

Leave a reply