د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) غړو د سپيکر هاوس ته د تګ نه منع کولو وروستو د پارليمنټ هاؤس بهر احتجاجي مظاهره وکړه

0
159

باغی ټی وی رپورټ

د عامر ډوګر په مشرۍ د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ غړي پارليمنټ هاؤس ته رسېدلي وو خو امنيتي چارواکو د پي ټي آئي غړي پارليمنټ ته د ننوتلو نه منع کړي وو او د پارليمنټ هاؤس دروازې د پارليمنټ هاؤس د غړو لپاره تړلې شوې وې۔

پاکستان تحریک انصاف. د پي ټي آئي غړو د سپيکر هاوس بهر احتجاجي مظاهره وکړه.

د پارليمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي رهنما عامر ډوګر اوويل چې نن د اسمبلۍ 45 غړي سپيکر دفتر ته راغلي، مونږ غواړو چې د قامي اسمبلۍ سيکرټري يا سپيکر دې مونږ سره ملاقات وکړي چې استعفې واپس واخلي۔

عامر ډوګر وويل نن د سېنېټ غونډه هم وځنډول شوه، له هغې وروسته به د قومي اسمبلۍ د سپيکر کور ته ځو، نن به د سپيکر کور ته ځو او د هغه له کارکوونکو سره به ملاقات کوو.

د پي ټي ائي مشر لال ملهي وويل عمران خان د استعفاء واپس اخستو فيصله کړې ده، مونږ د 45 غړو د استعفاء واپس اخستو فيصله کړې ده۔

Leave a reply