د کراچۍ، لاهور او اسلام آباد پشمول د ملک اکثره برخو کښې د نېشنل گرډ د خرابۍ له وجې د بجلۍ محرومه شوې دي
باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ، لاهور او اسلام آباد پشمول د ملک اکثره برخو کښې د نېشنل گرډ د خرابۍ له وجې د بجلۍ محرومه شوې دي.
د کراچۍ په بېلا بېلو سیمو کې نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د برېښنا مزي پرې شوي، د کراچۍ ښار ۹۰ سلنه برخه له برېښنا پرته ده.
د خېبرپښتونخوا سرکاري ذرائع وائي چي په نيشنل ګريډ کښي خرابي د بريښنا د خرابيدو امکان دے او په مکمله توګه د بجلۍ بحالولو کښي به 5 نه تر 6 ساعتونو پوري وخت لگي۔
د کراچۍ د واټر بورډ چارواکي وايي چې د برېښنا د پرې کېدو له امله په ښار کې د اوبو پمپ کول هم اغېزمن شوي دي. د دې نه علاوه په ښار کښې د بجلۍ د بري له وجې په سرکاري او شخصي ادارو کښې کار هم متاثره شوی دی.
په سندهـ هائي کورټ کښې د نویو درخواستونو د جمع کولو او تصدیق کولو عمل په وخت صرف په محکمه کښې بجلئ ورکول کیږي.
د بريښنا د نشتوالي له امله بند شوی دی.سيليان د ګروپي څانګې د کمپيوټر د بنديدو له امله له ستونزو سره مخ دی.
د بلوچستان په ټولو ضلعو کې د بجلۍ سپلائي بنده شوې او په دې لړ کې د کوټې اليکټريک سپلائي کمپنۍ (سيسکو) چارواکي وايي چې له ګودو څخه کوټې ته د برېښنا د لېږد دواړه لاينونه پرې شوي، چې له امله يې په لويه برخه کې برېښنا پرې شوې ده. د ولایت اکمالات وځنډول شول.
د کيسکو مشر وايي د ګوډو او ډي جي خان نه سپلائي لائن ټرپ شوې چې له وجې ئي ټوله بلوچستان د بجلۍ نه محرومه ده، د فني خرابي په اړه معلومات اخستل کيږي۔
د لاهور اليکټريک سپلائي کمپنۍ (ليسکو) سرچينې وايي، د لاهور په ګډون د ټولو لويو او وړو ښارونو برېښنا پرې شوې ده، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په جنوبي او شمال لوېديځه کرښه کې په يو ځاى کې د خرابۍ له امله اورګاډي ودرول شول.
د فیصل آباد، ټوبه ټیک سنګ، ګوجره، سرګودها، شورکوټ، پیر محل او ملتان په شمول نورو ګڼو ښارونو کې د بجلۍ سپلائی بند کړی شوې ده.
د آئی ایس سی او ترجمان وینا ده چی د اسلام آباد 117 ګریډ سټیشنونو ته د بجلئ سپلائی بنده ده، د ریجن کنټرول سنټر لخوا تر اوسه کوم واضحه وجه نه ده وړاندی شوی ولی د متعلقه چارواکو سره په مسلسله توګه رابطه روانه ده.
د نېشنل پاور کنټرول سرچينې وايي، چې دا مهال په مرکزي لين کې د خرابۍ له امله ټول سيسټم په بشپړه توګه بند دى، ښايي د برېښنا په بېرته فعالولو کې څو ساعته وخت ونيسي.