د دولتي مامورينو د تنخواګانو د ورکولو لپاره کافي فنډ نه لرو: د بلوچستان وزیراعلی
باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان اعلى وزير مير عبدالقدوس بزنجو ويلي دي چې د دولتي مامورينو د تنخواګانو د ورکولو لپاره کافي فنډ نه لرو، د بلوچستان وزيراعلي د صوبې د مالي بحران پړه پر وزير اعظم او وفاقي حکومت واچوله ولایت جدي شوی، چې د حل لپاره یې جدي کار روان دی.
د وزيراعظم د هداياتو باوجود هم وفاقي محکمه غافل نه ده۔ده ووئيل چې د روان مالي کال د 30 اربه او 32 اربه روپو پي پي ايل بقاياجات نه دي ادا کړې شوي نو که وفاقي حکومت په فوري توګه ګامونه پورته نه کړي ستونزې به زياتې شي او بيا به سختو پرېکړو ته مجبوره شي.مير عبدالقدوس بزنجو وويل چې صوبې ته د اين ايف سي ايوارډ د آئيني برخې ورکولو لړۍ هم ځنډول شوې ده او په موجوده صورتحال کې به مونږد کارمندانو معاشونو او پرمختیایي کارونو لپاره پیسې ورکولوتوان نه لرو.