د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د محسن نقوي د پنجاب نګران وزيراعلي ټاکلو په غبرګون کې ويلي دي چې اليکشن کميشن د جمهوريت سره ملنډې وهلې دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د محسن نقوي د پنجاب نګران وزيراعلي ټاکلو په غبرګون کې ويلي دي چې اليکشن کميشن د جمهوريت سره ملنډې وهلې دي.
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې مسلم ليګ ن د خپلو امپائرانو د انتخابولو تاريخ لري۔عمران خان وویل چې د پنجاب د نگران اعلی وزیر څوکۍ د بې طرفه کس لپاره وه.
ده ووئيل محسن نقوي هم د نيب سره په خپله خوښه واپسي معاهده كړې وه، سپريم كورټ په 17/2016 كښې په خپله خوښه واپسي نوټس كښې وئيلي وو چې د رضاکارانه واپسي په صورت كښې به په وفاق، صوبې يا كومه رياستي اداره كښې به عوامي څوکۍ نه وي.
هغه اعلان وکړ چې سبا به په مطبوعاتي کنفرانس کې دا ټول دروغ افشا کړم.