د پنجاب نګران وزیراعلی محسن رضا نقوی د ګورنر بلیغ الرحمان سره ملاقات کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب نګران وزیراعلی محسن رضا نقوی د ګورنر بلیغ الرحمان سره ملاقات کړی دی.
د پنجاب نگران وزيراعلي محسن رضا نقوي د سوګند پورته کولو له مراسمو وروسته په ګورنر هاؤس لاهور کې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان سره وليدل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې دواړو مشرانو د دوه اړخيزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ولايت د چارو د ښه پرمخ وړلو په اړه يې هوکړه وکړه.
ياده دي وي چي د شورو په ورځ د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په مشري کښي د اليکشن کميشن غونډه شوي وه چي پکښي سيکرټري اليکشن کميشن او نورو غړو برخه اخستي وه چي د پنجاب د نگران وزيراعلي ټاکنه شروع کړي۔
په غونډه كښې په اتفاق سره د محسن نقوي د نگران وزيراعلي په توګه د ټاكلو فيصله وشوه۔
ياده دي وي چي حکومت د پنجاب نګران وزيراعلي لپاره د احمد نواز سکيرا او نويد اکرم چيمه نومونه وړانديز کړي وو ولي اپوزيشن د محسن نقوي او احد چيمه نومونه وړاندي کړي وو۔