پنجاب نگران وزیراعلی محسن نقوي د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړو.

0
207

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب نگران وزیراعلی محسن نقوي د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړو.

د محسن نقوي د سوګند پورته کولو مراسم په ګورنر هاؤس کې شوي چې پکې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان محسن نقوي ته د پنجاب د نگران وزيراعلي په توګه سوګند پورته کړو.
ياده دي وي چي وړمه د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په مشري کښي د اليکشن کميشن غونډه شوي وه چي پکښي سيکرټري اليکشن کميشن او نورو غړو برخه اخستي وه چي پکښي د پنجاب نګران وزيراعلي ټاکنه شوي ده۔

په غونډه كښې په اتفاق سره د محسن نقوي د نگران وزيراعلي په توګه د ټاكلو فيصله وشوه۔

ياده دي وي چي حکومت د پنجاب نګران وزيراعلي لپاره د احمد نواز سکيرا او نويد اکرم چيمه نومونه وړانديز کړي وو ولي اپوزيشن د محسن نقوي او احد چيمه نومونه وړاندي کړي وو۔
ياده دي وي چي د پنجاب حکومت او اپوزيشن ترمينځه د نگران وزيراعلي په نوم باندي د اتفاق نه پس دغه معامله د آئين مطابق اليکشن کميشن ته استولي شوي وه او اليکشن کميشن هم ټاکلي وه چي بیګا د شپې لس بجو پوري پرنکړه کول وو.

Leave a reply