څوک چې اوړه په لوړه بيه خرڅوي هغوي ته دې سزا ورکړل شي اؤ دهغو افسرانو په ضد دې کارروائي وشي کوم چې ګرانۍ نه قابو کوي: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب چيف سيکرټري عبدالله سنبل او د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل (آئي جي) عامر ذوالفقار وزيراعظم شهباز شريف سره وليدل۔
دسرچينو ترمخه تيره ورځ چيف سيکرټري اؤ آئي جي پنجاب وزيراعظم سره ليدنه وکړه اؤ دغه ليدنه يو ساعت روانه وه.
په غونډه كښې وزيراعظم هدايت وكړو چې د امن او امان صورتحال دې قابو وساتل شي۔سرچينې وائي چې وزيراعظم په پنجاب کې خودساخته گرانۍ زياتوؤ کسانو په ضد دکارروائي هدايت کړى اؤ وئيلي يې دي څوک چې اوړه په لوړه بيه خرڅوي هغوي ته دې سزا ورکړل شي اؤ دهغو افسرانو په ضد دې کارروائي وشي کوم چې ګرانۍ نۀ قابو کوي.
وزيراعظم د افسرانو سره په خبرو کښي وئيلي دي چي د صحت محکمه هم هیڅ کومه پوښتنه نشته دې.






