پیښو سره د مبارزې وزارت خوست او پکتیکا کې نیږدې ۵۰۰ کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

0
237

پیښو سره د مبارزې وزارت خوست او پکتیکا کې نیږدې ۵۰۰ کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

22 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد وزارت خوست او پکتیکا ولایتونو کې سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پیسو کومک ترسره کړی.

خبر زیاتوي: د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، په یاد ولایت کې ۳۹ بې سرپرسته کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې، چې پکې هرې کورنۍ ته ۲ کیلو چاۍ او ۵۰ کیلو بوره ووېشل شول.

همدا راز د ناروې کمېټې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۴۴۹ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

اړوند موضوعات

پیښو سره د مبارزې وزارت بغلان ولایت کې نیږدې ۲۲۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړی.

 

خبر وایي چې دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۷۴ امریکایي ډالر ووېشل شول.

Leave a reply