نړیوال مالي بحران کښې زیاتوالي راغلې چې په امریکایي بانکونو کښې د لویې کچې د ګوښه کیدو لامل شوی

باغی ټي وي رپورټ
نړیوال مالي بحران شدت موندلی، چې په امریکایي بانکونو کې د لویې کچې د ګوښه کیدو لامل شوی.
د امریکايي رسنیو په وینا، د پانګونې بانک په عوایدو کې د کمښت له امله بانکونه د لګښتونو د کمولو تر فشار لاندې دي، چې له همدې امله د امریکا په بانکي سکتور کې د میلیونونو کسانو د ګوښه کولو تمه کیږي.
د رسنیو راپورونو کې ویل شوي چې هغه بانکونه به اغیزمن شي په کومو بانکونو کښې چې په تیرو څو کلونو کښې ډیر استخدام (نوکرې) ورکړل شوي دي.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، یو شمېر امریکايي بانکونو له ۱۵۰۰۰ څخه د زیاتو کارکوونکو د ګوښه کولو لړۍ پیل کړې ده.
راپور کې ویل شوي چې ټول بانکونه تمه نلري چې کمې وکړي مګر دوی د لګښت کمولو اقدامات کوي.






