د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر شاهین شاه افریدي چې د ضلع خیبر لنډي کوتل سیمې څخه تعلق لري په سعودي عربستان بیت الله شریف کښې عمره ادا کړې ده.

نصیب شاه شینواري
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر شاهین شاه افریدي چې د ضلع خیبر لنډیکوتل سیمې څخه تعلق لري په سعودي عربستان بیت الله شریف کښې عمره ادا کړې ده.
شاهین افریدي په ټولنیزو رسنیو کې په حرم شریف کې اخیستل شوی عکس اپلوډ کولو سره خپلو مینه والو ته د عمرې د ادا کولو خبر ورکړې دې.
په عکس کې تېز توپ اچوونکی شاهین شاه اپریدي لیدل کېږي چې د کعبې شریفې مخې ته ی احرام اغوستی ولاړ دې، شاهین اپریدي د عکس په کیپشن کې ‘الحمدلله’ لیکلي دي.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې د شاهین شاه اپریدي تعلق د ضلع خیبرلنډي کوتل سیمې څخه دې او د اپریدو د ذخه خیلو قبیلې دې.
Alhamdulillah 🤲 pic.twitter.com/Uwx8mgqFxW
— Shaheen Shah Afridi (@iShaheenAfridi) January 22, 2023






