لندن کې د نواز شريف په مشرۍ کې د (ن) ليگ د مشرانو يوه غونډه شوې چې پکې د ټولټاکنو په تياريو او د مريم نواز پاکستان ته د راتګ په انتظاماتو غور شوی دی

0
193

باغی ټي وي رپورټ
لندن کې د نواز شريف په مشرۍ کې د (ن) ليگ د مشرانو يوه غونډه شوې چې پکې د ټولټاکنو په تياريو او د مريم نواز پاکستان ته د راتګ په انتظاماتو غور شوی دی.

دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې مريم نواز، رانا ثناء الله او جاويد لطيف ګډون کړى و.

سرچینه وايي، په دې کتنه کې پر دې هم خبرې وشوې چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې به د ټاکنیز کمپاین مشري څوک کوي. نواز شریف دې پوښتنې ته د سمدستي ځواب له ورکولو ډډه وکړه.دسرچينو له مخې نوازشريف وويل دغير متنازعه شخص تقرر متنازعه کول دپي ټي ائي منشور دى.

ياده دې وي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وايي، پاکستان ته د مريم نواز د راتګ پروګرام يو څه بدل شوی دی.ياده دې وي چې مريم نواز له څه مودې راهيسې په لندن کې ژوند کوي.

Leave a reply