د مسلم ليګ نون پخواني مشر او د نواز شريف پخواني ښۍ لاس او نزدې ملګرې چوهدري نثار علي خان د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ په انتخاباتو کې د آزاد کاندید په توګه د سيالۍ اعلان کړی دی.

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون پخواني مشر او د نواز شريف پخواني ښۍ لاس او نزدې ملګرې چوهدري نثار علي خان د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ په انتخاباتو کې د آزاد کاندید په توګه د سيالۍ اعلان کړی دی.

د جيو نيوز د جرگې په پروگرام کې وينا کې چوهدري نثار وويل هغه اوس هم مسلم ليگ(ن) سره رابطه کې دى خو دانتخاباتو وروستو به په گوند کې دګډون فيصله کوي.
ده ووئيل د عمران سره دوستي ضرور ده خو كه چرې تحريك انصاف كښې شامل شو نو د دوستۍ اړيكې به متاثره شي۔

د چوهدري نثار دغه مرکه به د اتوار په شپه لس بجې د جيو نيوز په پروګرام جرګه کې خپريږي.

ياده دې وي چې چوهدري نثار چې د مسلم ليګ (ن) له مشرتابه ناراضه و، په ۲۰۱۸ کال کې د آزاد په توګه د قومي اسمبلۍ په ۲ او صوبايي اسمبلۍ کې يوه څوکۍ ته ځان کانديد کړی و، چې په کې يوازې بريالی شوی و. د پنجاب اسمبلۍ په څوکۍ کې.

Leave a reply