د سندهـ په کچه سیمو کښې له څو کلونو راهیسي غلو او ډاکوانو واکمني ده

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ په کچه سیمو کښې له څو کلونو راهیسي غلو او ډاکوانو واکمني ده، دا غلا او ډاکوان د تاوان لپاره د تښتونې مختلفې طریقې کاروي، سوداګر را او غواړی او بیا خپلو مرکزونو کښې بند کړي.

کله ارزانه تراکتور او کله هم ډېر انعام، کله ارزانه موټر، کله د ښځې په غږ کې د دوستۍ په نوم خلقو له دهوکه ورکړی او را وی غواړی، بیا قبد کړی او تاوان ترینه غواړی، داسې راپورونه دي جې وس هم د سندهه په ځینو برخو کښې ددې ډاکوانو واک دې.

د غلو له منګولو څخه د خلاصو شویو کسانو شمېر کم دی، هغه کسان چې د فدیې ورکولو واک لري خپل عزیزان یې ازاد کړي، خو پاتې نور لا هم د غلو په لاس کې دي، ځینې یې په ځنځیرونو تړلي او ځینې یې په زندان کې ساتل کېږي. حجره..

یو تن چې د غلو له منګولو وژغورل شو وویل چې غلو څلور ورځې په بند کې ساتلې او بیا یې ۱۷ ورځې ګرځولې، لومړی یې د خلاصون په بدل کې یو کروړ روپۍ غوښتې او بیا یې په سختۍ 40 لکه روپیو په بدل کښې خوشې کړل.
د راپور له مخې د پنجاب او خېبر پښتونخوا ډېری خلک د سندهه دې ډاکوانو په غلو په ولکه کښې دي او د تاوان غوښتنه ترې کوي.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ضلع خیبر لنډیکوتل یو ډرایور عمران د سندهه دې غلو د ارزانه ټرک اخستلو لپاره خپل ځای ته راغوښتې وو خو بیا ی د ۲ کروړه روپۍ تاوان لپاره زنداني کړو خو د څه وخت پس د سندهه ډاکوانو د لنډیکوتل دا ډرایور خوښې کړو، ویل کیږي چې د سندهه پولیسو کاروایی کړې وه او عمران ی د ډاکوانو د قید څخه آزاد کړې وو.

پولیس یوازې د 5 څخه تر 700 مترو پورې وسلې په نښه کوي، پداسې حال کې چې د سندهه دا ډاکوان د الوتکې ضد ټوپک په ګډون د 3 کیلومترو رینج پورې وسلې لري.

دپوليسو چارواکو ويلي دي چې دډرون په ګډون پرمختللې وسلې به راتلونکې مياشت افغانستان ته ورسيږي.

Leave a reply