د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري ویلي دي چې مافیا باید له کراچۍ ښاره اووځي ځکه چې په کراچۍ کښې مو د زمکې ټولې قبضې ختمې کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري ویلي دي چې مافیا باید له کراچۍ ښاره اووځي ځکه چې په کراچۍ کښې مو د زمکې ټولې قبضې ختمې کړي دي.
د سندهـ گورنر د چین قونصل جنرل سره د پاک چائنا فرینډ شپ پارک پرانسته وکړه.
په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې كامران تيسوري ووئيل چې د كراچۍ د زرغون او صفا كولو په پالېسۍ عمل كوي٬ د دې پارک مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ملګرتيا لا مضبوطول دي۔
هغه وويل دکراچۍ خلک له تفريح څخه محروم کړل شوي، په ښار کې ټولې قبضې شوې ځمکې ورانيږي، په الله دين پارک کې قبضه وه، هغه ختمه کړل شوې ده، مافيا دې له کراچۍ څخه وباسي.
کله چې د وروستیو بلدیاتی انتخاباتو په اړه وپوښتل شول نو د سند صوبې ګورنر وویل چې په بلدیاتی انتخاباتو کې ټرن آوټ ډېر کم وو، څومره چې ښاریان د پولنګ لپاره راوتلی وو، هغه نه وو وتلی، د ګورنر په توګه مې په دې کې هیڅ کار نشته. سیاست
د چين قونصل جنرل وويل دا ډول پروژې به په راتلونكي كښې د كراچۍ لپاره ښه ثابتې شي، د پاكستان او چين ملګرتيا يو مثالي دوستي ده، زمونږ دوستي ورځ تر بلې پياوړې كېږي۔





