وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د مني لانډرنګ کیس کې د وزیراعظم شهباز شریف زوی سلیمان شهباز بې ګناه اعلان کړ

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د مني لانډرنګ کیس کې د وزیراعظم شهباز شریف زوی سلیمان شهباز بې ګناه اعلان کړی دی.
سپېشل جج سنټرل د مني لانډرنګ کيس کښې د سليمان شهباز د ګرفتارۍ نه وړاندې د ضمانت درخواست سماعت کړے دے۔
سپیشل پراسیکیوټر فاروق باجوه او تفتیشی افسر د ضمنی چالان سره عدالت ته حاضر شول.
تحقيقاتي افسر عدالت ته وويل چې د سليمان شهباز په ضد د مني لانډرنګ کوم ثبوت نه دی ترلاسه شوی او نه هم د سليمان شهباز په ضد د کک بیکس کوم ثبوت ترلاسه شوی دی.
د اوريدنې په مهال قاضي پوښتنه وکړه چې د چالان پاڼۍ ريکارډ چرته دے؟ په دې اړه تفتيشي افسر وويل چالان به دقاضي اختياراتو څخه منظورۍ وروستو وړاندې کولى شي.
عدالت وويل چې ستا څخه چالان د لوستلو لپاره اخېستل شوى دى، هغه به واپس کړل شي.
د سليمان شهباز وکيل امجد پروېز وکيل وئيلي دي چې په چالان کښې ايف آئي اے سليمان شهباز بې ګناه اعلان کړے دے او سليمان شهباز او طاهر نقوي درخواستونه واپس اخستل غواړي.





