لومړي وزیر شهباز شریف د متحده عرب اماراتو سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په پاکستان کې پانګونه وکړي

باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزیر شهباز شریف د متحده عرب اماراتو سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په پاکستان کې پانګونه وکړي.
خليج ټايمز ته په يوه مرکه کې شهباز شريف وويل چې په پاکستان کې د اماراتي سوداګرو لپاره ډېر فرصتونه شته، پاکستان د ٢٢٠ ميليونو خلکو يو پراخ مصرفي بازار دی.
هغه وویل، د انرژۍ، زیربنا، ای کامرس، کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند سکتورونه د پانګونې لپاره شتون لري.وزيراعظم ووئيل د متحده عرب اماراتو سره په دوه اړخيزه تجارت كښې سږ كال 25.40 فيصده زياتوالى راغلى، د دوه اړخيزه تجارت حجم 10.60 اربه ډالره دى۔
ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف متحده عرب اماراتو ته د خپل وروستي سفر په مهال د انساني قاچاق د مخنيوي، د اطلاعاتو تبادلې او د سفارتي همکاريو په اړه درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل.






