د پاکستان سترې محکمې د سپشل پرسنز(ځانګړي کسانو )لپاره د معیوبو(معذوره) ټکي کارول بند کړل.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سترې محکمې د سپشل پرسنز(ځانګړي کسانو )لپاره د معیوبو(معذوره) ټکي کارول بند کړل.
جسټس منصور علي شاه يو اته مخيزه فيصله جاري کړې ده، دا فيصله په پنجاب کښې د اقليتونو او خاصو کسانو په نوکرو کښې د کوټې په اړه شوې مقدمه کښې شوې ده۔
د پرېکړې د متن له مخې، د پنجاب پبلک سروس کمېشن بايد د خاصو خلکو لپاره د معيوبينو په څېر کلمې ونه کارول شي، ځانګړي خلک دفترونو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري، نو ايالت بايد د ځانګړو خلکو د اساسي حقونو پوره ساتنه وکړي.
ستره محکمه وايي، په پاکستان کې د اقلیتونو نفوس د ټول نفوس درې سلنه دی، په ملي بیرغ کې د اقلیتونو د استازیتوب څرګند انعکاس دی او قائداعظم هم په بېلابېلو وختونو کې د اقلیتونو پر حقونو ټینګار کړی و. اساسي قانون اقلیتونو ته پوره مذهبي حقوق ورکړي، اقتصادي او ټولنیز امنیت یې ورکړی دی.





