چین کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست د ګانسو ولایت په لانجو زندان کې له افغان بندیانو سره ولیدل.

0
81

چین کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست د ګانسو ولایت په لانجو زندان کې له افغان بندیانو سره ولیدل.

 

20 جنوري 2023

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې پرون په چین کې د اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د ګانسو ولایت د لانجو په زندان کې له افغان بندیانو سره ولیدل.

 

د سفارت سرپرست د بندیانو مشکلات واوریدل او کوم موارد چې سفارت پورې تړاو درلود د هغې د حل ډاډ یې ورکړ.

 

له بندیانو سره تر لیدلو وروسته د سفارت سرپرست د چین د ګانسو ولایت د ارتباط خارجې او د یاد زندان له چارواکو سره د بندیانو مشکلات او د سفارت اندیښنې شریکې کړې، او د بندیانو د مشکلاتو د حل غوښتنه یې وکړه.

اړوند موضوعات

چین کې د افغان دولت سرپرست سفیر اوهان هانکو بې د توکو نندارې پرانیست غونډه کې ګډون وکړو.

 

د زندان چارواکو یادونه وکړه چې دوی د بندیانو مشکلاتو ته متوجه دي او د امکان تر حده به ورته رسیدګي وکړي.

Leave a reply