پاکستان پریکړه کړې چې له روسیې څخه خام تیل، پټرول او ډیزل وارد کړي
باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: پاکستان پریکړه کړې چې له روسیې څخه خام تیل، پټرول او ډیزل وارد کړي.
د روسیې او پاکستان تر منځ د بین الحکومتي کمېشن تر غونډې وروسته په خبرو کې د انرژۍ وزیر مصدق ملک وویل چې له روسیې څخه د خامو تېلو د پېرلو او له پاکستانه د ګازو د نل لیکې په اړه جوړښت به د مارچ په میاشت کې نهايي شي او واردات به پیل کړي.
هغه وویل چې اوس مهال روسیه پاکستان ته د تیلو د ورکولو لپاره ایل این جی نه لري، پاکستان غواړي چې د خپلې اړتیا ۳۵ سلنه خام تیل له روسیې وارد کړي.
د نهې په ورځ د خارجه خبري اژانس رویټرز له مخې په پاکستان کې د بین الحکومتي کمېشن په غونډه کې موجود د روس د انرژۍ وزیر ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ پرېکړه شوې چې روسیه به تر پایه پاکستان ته خام تیل صادروي.
د مارچ
د رویټرز په وینا، پاکستان به د روسیې د انرژۍ د اخیستلو لپاره د دوستو هیوادونو په پیسو پیسې ورکوي.
د بله پلوه د پاكستان او روسيې د بين الحکومتي كميسيون د اتمې غونډې ګډه اعلاميه هم خپره شوې چې له مخې يې دواړو خواوو د سوداګرۍ او پانګونې په ګډون په بيلابيلو برخو كې د همکارۍ په زياتولو موافقه وكړه.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د تېلو او ګازو د سوداګرۍ د راکړې ورکړې لپاره دې داسې جوړښت رامنځته شي چې دواړه هېوادونه ترې ګټه واخلي، روسيې او پاکستان د انرژۍ په برخه کې د همکاريو پر يوه هر اړخيز پلان پر کار کولو هوکړه کړې، پاکستان هم موافقه کړې چې د انرژۍ په برخه کې پر هراړخيزو بنسټيزو تاسيساتو غور وکړي. په داسې حال کې چې د پاکستان د ګازو د پایپ لاین له لارې د ارزانه ګازو د رسولو لپاره د پایداره زیربنا جوړولو په اړه غور وشو.
د بيان ترمخه په دغه ليدنه کې د پاکستان او روس ترمينځ په ګمرکي چارو کې د همکارۍ يو تړون، د پاکستان او روس تجارتي مالونو د ګمرکي ارزښت په اړه يو سند او د معلوماتو د راکړې ورکړې په اړه يو تړون هم لاسليک شو.
په شريکه اعلاميه کې وئيل شوي چې د پاک روس ايروناټيکل مصنوعاتو د فضائي قابليت په اړه د کار کولو تړون هم سر ته رسيدلی دی .