د بولان په پنیر سیمه کې د اورګاډي په پټلۍ کې د چاودنې په پایله کې د جعفر اکسپریس کوچونه له پټلۍ لویدلي دي

باغي ټي وی رپورټ
د بولان په پنیر سیمه کې د اورګاډي په پټلۍ کې د چاودنې په پایله کې د جعفر اکسپریس کوچونه له پټلۍ لویدلي دي.
دپوليسو وينا ده چې دچاودنې له امله دجعفر ايکسپريس ګاډي له پټلې څخه غورځیدلي اؤ په دغه چاؤدنه کې دوه مسافر ژوبل شوي هم دي.
د اورګاډي د سرچینو له مخې، په چاودنه کې د جعفر ایکسپریس د انجن په ګډون اووه بوګۍ له پټلۍ وتلي دي.
پولیس وايي، امنیتي او ژغورونکي ډلې د پېښې ځای ته استولي دي.






