د پاکستان تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي وايي، تر څو چې په حکومت کې د شاملو کسانو مقدمې وي، دوی به د اسمبلۍ موده اوږدوي.

0
169

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي وايي، تر څو چې په حکومت کې د شاملو کسانو مقدمې وي، دوی به د اسمبلۍ موده اوږدوي.
اسلام آباد کښې د پارليمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو کښې اسد عمر وويل د قامي اسمبلۍ سپيکر مونږ ته په اسمبلۍ کښې بلنه کړې وه، سپيکر ويلي وو چې زه دا ډول استعفې نه شم منلی. دا غیرقانوني ده.

دوي وويل مونږ غوښتل چې زمونږ ايم اين اي اسمبلۍ ته لاړ شي، مونږ دننه لاړو، نه سپيکر شته، نه ډپټي سپيکر، نه سيکرټري، نه مرستيال سيکرټري، ټول عمله غائب دي.
د پي ټي آئي سيکرټري جنرل اوويل چې ملک د هرې ورځې په تيريدو سره د تباهۍ په کنده کښې ډوبيږي، پاکستان کښې دې ژر تر ژره نوي انتخابات وشي.

فواد چوهدري وويل مونږ د مجبور، بې وسه پارليمنټ مخې ته ولاړ يو، سپيکر به ويل چې له ١٧ نه تر ١٨ پورې کسان ورسره په تماس کې دي، زه له سپيکر نه پوښتنه کوم چې دا ١٧ تر ١٨ کسان چرته دي؟
هغه وويل پاکستان نن په يو ستر سياسي او اقتصادي بحران کې دى، دا وېره شته چې مونږ د سري لنکا په شان د حالاتو په لور روان يو، په سلو کې نماينده ګي ده، د بند خونو فيصلې کيږي چې له امله يې ولس له بحران سره مخ دى، استعفاګانې زموږ د 81 غړو څخه منل شوي دي، موږ ته باید د عمومي ټاکنو لپاره نیټه ورکړل شي.

شاه محمود قريشي وويل چې نن سپيکر په خپلو عملونو ثابته کړه چې هغه د ايوان ساتونکى نۀ دى، غونډه يې وځنډوله، مونږ اسمبلۍ ته د راتلو فيصله وکړه، هغوى د 35 نورو غړو استعفاوې ومنلې، مونږ يې اسمبلۍ ته راوستې دي. چې پاتې شول، تاسو زموږ ۸۱ غړي بې خبره کړل، پاتې نور مو هم د استعفا د منلو لپاره راوړل.

د پي ټي آئي وائيس چيئرمېن وويل ددوي په قول او عمل کې تضاد دى، دوي دخلکو فيصله نۀ غواړي بلکې خپله اراده مسلط کول غواړي، تر څو چې ددوي مقدمې موجودې وي هغوي به اسمبلۍ اوږدوي، مونږ په امتحان کې يو. پنجاب _ خو رښتيا ووايم، ته د خپلو غړو په ازمايښت کې هم شرم کوې.

شاه محمود قریشي وویل چې دوی اقتصاد نشي ثباتولی، ترهګري یو ځل بیا په سر کې ده، موږ نوي انتخابات غواړو، موږ غواړو چې ولس پریکړه وکړي.

Leave a reply