د قومي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د پاکستان تحریک انصاف د ۳۵ نورو غړو استعفاوې منلې دي

0
164

باغي ټي وی رپورټ

د قومي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د پاکستان تحریک انصاف د ۳۵ نورو غړو استعفاوې منلې دي.

د قامي اسمبلۍ سپيکر لخوا د پي ټي آئي د غړو استعفې منظور کړې شوې دې، د جنيد اکبر، عثمان ترکي، مجاهد علي، ارباب عامر ايوب، عندليب عباس، ملکه بخاري استعفې منظورې کړې شوي دي.

د دې نه علاوه د حيدر علي خان، سليم رحمان، صاحبزاده صبغت الله، محبوب شاه او محمد بشير استعفې هم منلې شوې دې۔

تر اوسه د کومو غړو استعفاوې منل شوې دي؟ ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف د پاکستان د تحريک انصاف د ۳۴ غړو او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد استعفاوې منلې وې.

د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ سپيكر د ۲۰۲۲م كال په جولائي مياشت كښې د پي ټي آئي د قومي اسمبلۍ د ۱۱ غړو استعفاوې هم منلې وې۔

Leave a reply