د جمرود په تخته بیګ پوسته ځانمرګي برید، دوه پولیس شهیدان شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په جمرود کښې د تخته بیګ چیک پوسټ په اړه نوي معلومات مخې ته راغلي دي، ډي پي او خيبر محمد عمران خان د جمرود تخته بيګ چيک پوسټ ته تللې او د پيښي ځای معائنه ی کړي ده۔
تخته بيګ چيک پوسټ باندي خودکش حمله کښي دوه پوليس اهلکار يونس او منظور شهيدان شوي دي، یو اشپز رفيق ژوبل شوي او ځانمرګي بریدګر هم د پولیس په ډزو وژل شوي دې.
د ځایی خبریالانو مطابق د ځانمرګي برید ذمه واري کالعدم ټي ټي پي په غاړه اخستې ده .
ډي سي خيبر شاه فهد او ډي پي او خيبر محمد عمران خان د جمرود هسپتال دوره وکړه او د شهيد شوي پوليس اهلکار منظور شاه او يونس آفريدي مړي پوسټ مارټم نه پس خپلو خپلوانو ته وسپارل.
ډي سي خېبر شاه فهد، ډي پي او خيبر محمد عمران خان، اسسټنټ کمشنر جمرود محمد عرفان عثمان په پېښه خواشيني څرګنده کړې او د ژوبل شويو کسانو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.