د پاکستان مسلم لیګ ن مشره مریم نواز به د جنورۍ په 27 له لندن څخه پاکستان ته راشي
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن سينيئر نائب مشرې او چيف آرگنائزر مريم نواز د لندن نه پاکستان ته د واپسۍ نيټه تصديق شوې ده۔
د کورنۍ سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې مریم نواز به د جنورۍ په 27 له لندن څخه پاکستان ته ځي.
تر دې وړاندې د مسلم لیګ (ن) سرچینو ویلي وو چې د ګوند سینیر مرستیاله او چیف آرگنائزر مریم نواز به د جنورۍ په ۲۹مه له لندن څخه لاهور ته ځي.
سرچينې وايي چې د جنورۍ په ٢٧مه به له مريم نواز سره د کورنۍ يو شمېر غړي او د ګوند ځينې کارکوونکي هم پاکستان ته راشي.
دسرچينو ترمخه مريم نواز به پاکستان ته له رسيدو وروستو په سياست کې پوره برخه اخلي، نوازشريف مريم نواز دمرکزي تنظيم مشر ترڅنگ دپارټۍ سينئر نائب صدر هم ټاکلى ؤ.
مريم نواز له جينوا څخه د ستوني له جراحي وروسته لندن ته ستنه شوه.