جمرود کښې په امنیتي پوسته برید، دوه اهلکار وژل شوي دي، دوه ټپیان دي
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې د پولیسو او ایف سي ځواک په امنیتي پوسته برید کښې دوه اهلکار وژل شوي دي، سرچینې وایی چې دوه نور اهلکار ژوبل شوي دي چې د ریسکیو ۱۱۲۲ په ایمبولیس کښې د پیښور روغتون ته رسول شوي دي.
سرچینی وایی چې دا برید ځانمرګي برید وو خو تردې دمه چارواکو دا نه دې تصدیق کړې چې دا ځانمرګي برید وو او که نه وسلی والو په پوسته ډزې کړي .