اليکشن کميشن د کراچۍ ښار په وروستيو بلدياتي انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه د جماعت اسلامي درخواست منظور کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: اليکشن کميشن د کراچۍ ښار په وروستيو بلدياتي انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه د جماعت اسلامي درخواست منظور کړی دی.
الېکشن کمېشن د جماعت اسلامي د درخواست اورېدنه د جنورۍ په ۲۳ نېټه ټاکلې ده.
جماعت اسلامي د کراچۍ په 6 يونين کونسلونو کې د درغلۍ او غلطې شمېرنې شکايت کړی ؤ، جماعت اسلامي د ضلعي ريټرننګ افسر او ريټرننګ افسرانو په ضد د کارروايۍ غوښتنه کړې وه.
د جماعت اسلامي امير سراج الحق د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا سره په ټيلي فون رابطه کړې او هغه ته يې د خپلو انديښنو نه خبر ورکړی دی په داسې حال کې چې د جماعت اسلامي په شکايتونو باندې اليکشن کميشن د دې معاملې نوټس اخستې دې۔
ياده دې وي چې په کراچۍ کې د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د شوي بلدياتي انتخاباتو بشپړې رسمي نتيجې لا هم نه دي جاري شوي، خو تر اوسه د پايلو له مخې پيپلز پارټي د ۹۲ څوکيو په لرلو سره په لومړي مقام او جماعت اسلامي د ۸۸ څوکیو په لرلو سره په دویم پوزیش ده.