له سعودي عربستان څخه پاکستان ته د مرستو ترلاسه کولو کښې د ځند لامل مخې ته راغلې دې.

0
202

باغی ټي وي رپورټ
له سعودي عربستان څخه پاکستان ته د مرستو ترلاسه کولو کښې د ځند لامل مخې ته راغلې دې.

سعودي عربستان مرستې، زیرمې او پانګونه ټول د اقتصادي اصلاحاتو تابع کړي.

د سعودي د مالیې وزیر محمد بن عبدالله الجدعان په دې اړه ویلي، چې پخوا به یې له کوم شرط پرته پیسې ورکولې، اوس به داسې نه کېږي، سعودي عربستان له خپلو خلکو مالیه ټولوي، څوک چې له موږ څخه مرستې ترلاسه کوي، هغوی هم اړ دي. د مالیاتو سیستم باید اصلاح شي.د سعودي د مالیې وزیر محمد بن عبدالله الجدعان په داووس کې روان نړیوال اقتصادي فورم ته په خپله وینا کې وویل چې سعودي د غیر مشروطه مرستو طریقه بدلوي، پاکستان، ترکیه او مصر به مرستې جاري ساتي، دوی هم باید اقتصادي اصلاحات وکړي.

هغه وويل، په پاکستان کې د لس ملياردو ډالرو پانګونې پلان لري، پاکستان ته د ورکړل شويو زېرمو موده غځول شوې، تېل او نورې اسانتياوې ورکول کېږي، پاکستان هم بايد په ځواب کې يو څه وکړي.

Leave a reply