د اسلامي همکاریو سازمان د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ کابل کې پر ۵۵۰ کورنيو مرستې ویشلي.

0
87

د اسلامي همکاریو سازمان د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ کابل کې پر ۵۵۰ کورنيو مرستې ویشلي.

19 جنوري 2023

 

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر اړمنو او سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

 

د افغاني سرې مياشتې وياند عرفان الله شرفزوی وايي چې په نننۍ مرسته کې د کابل د بېلابېلو سيمو ۵۵۰ اړمنو کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

 

دغه پروژه د ۳ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د (ملک سلمان خیریه او بشري کړنو مرکز) په مالي ملاتړ پلي کېږي.

 

د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به دافغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدو کې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.

 

په یاده مرسته کې ۴۷ زره ۴۰۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري، چې په مرسته کې به پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شي.

Leave a reply