د افغانستان لپاره د اغاخان انکشافي شبکې ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

0
86

د افغانستان لپاره د اغاخان انکشافي شبکې ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

 

19 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د
افغانستان لپاره د اغاخان انکشافي شبکې ځانګړي استازي اکبر علي پسناني د ا.ا.ا. بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

 

په پیل کې ښاغلي پسناني د بهرنیو چارو وزارت مخته په غزېدلي سړک د خونړۍ حادثې په اړه غمرازي شریکه کړه او په پېښه کې د زخمي شویو کسانو د معالجې په اړه یې د همکارۍ وړاندیز وکړ.

 

نوموړي د افغان حکومت له ښه تعامل څخه په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ مننه وکړه او په وینا یې نړیوالو سازمانونو او خیریه مؤسسو ته مشوره ورکوو چې له افغان حکومت سره همغږي او تعامل د پرمختګ لپاره یوازېنۍ او اغېزمنه لار ده.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي پلاوي نن ورځ د اسلامي امارت بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.

 

ورپسې ښاغلي متقي د اغاخان انکشافي شبکې د ښه نیت او خدماتو د قدردانۍ تر څنګ په راتلونکې کې هم د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او هغوئ یې په اړونده برخو کي لازیاتو خدماتو ته وهڅول .

Leave a reply