په سراج آباد کښې د چاودنې له وجې د متاثره شوې پائپ لائن د مرمت کار لا هم نه دې شروع کړے شوے چې له وجې په کوټه او د صوبې په نورو سیمو کښې د سختې یخنۍ له وجې د ګیس پریشر کم شوی دی

0
100

باغي ټی وی رپورټ
بولان: په سراج آباد کښې د چاودنې له وجې د متاثره شوې پائپ لائن د مرمت کار لا هم نه دې شروع کړے شوے چې له وجې په کوټه او د صوبې په نورو سیمو کښې د سختې یخنۍ له وجې د ګیس پریشر کم شوی دی.

ايس پي بولان محمود احمد نوټيزي جيو نيوز ته وويل چې د بولان په سراج آباد سيمه کې د ګيس پائپ لائن د چاودنې مقدمه د سوئي ګيس چارواکو په شکايت د سي ټي ډي پوليس سټيشن دادر کښې د نامعلومه کسانو په ضد درج کړې شوې ده۔

په مقدمه کې د چاودېدونکو توکو او د ترهګرۍ ضد قانون شامل کړل شوي دي.

د چارواکو په وینا د ګازو د نللیکې په چاودنه کې یو کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او د ریموټ کنټرول وسیله کارول شوې وه چې له امله یې د پایپ لاین سل فوټه زیانمن شوی دی.

بل اړخ ته د لیویز چارواکو وینا ده چی د سوئی سدرن ګیس کمپنی ټیم د چاودنی نه متاثره شوی پائپ لائن مرمت لپاره سراج آباد ته رسیدلی ولی د متاثره شوی پائپ لائن د مرمت کار د شپی تر دیرشو پوری شروع شوی نه دی.

د 12 انچ قطر د سوئی ګیس پائپ لائن مرمت نه کیدو له وجی په کوټه، مچ، پشین، زیارت، قلات او مستونګ کښي د ګیس پریشر نیمګړی شوی دی.

Leave a reply