د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان يو ځل بيا د کراچۍ د ميئر په اړه له پيپلز پارټۍ سره د خبرو اترو شرط ایښې دې.

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان يو ځل بيا د کراچۍ د ميئر په اړه له پيپلز پارټۍ سره د خبرو اترو شرط ایښې دې.
حافظ نعيم وويل کله چې حالات سم شي نو دپيپلز پارټۍ سره به خبرې کيږي، دپيپلز پارټۍ ترسره کول دخبرو اترو لاره بندوي.
نوموړي زیاته کړې، چې ښاروال به له جماعت اسلامي څخه وي، له تحریک انصاف سره هم خبرې روانې دي.
دا خبره د یادونې ده چې د پیپلز پارټۍ مشر ناصر حسین شاه په یو بیان کښې ویلي وو چې د جماعت اسلامي د کراچۍ له امیر حافظ نعیم الرحمن سره په تماس کښې یو .
د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان پيپلز پارټۍ مشر ناصر حسين شاه د جيو نيوز پروګرام كيپيټل ټاك كښې د خبرو په مهال کړې وه.





