وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي د پاکستان اداري زمونږ نه ښه پوهيږي چي زمونږ حکومت د کومو چيلنجونو سره مخ دې

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي د پاکستان اداري زمونږ نه ښه پوهيږي چي زمونږ حکومت د کومو چيلنجونو سره مخ دې، هغه وایی زمونږ حکومت په دې کې لاس نه لري.
نن د جيو نيوز په پروګرام کې شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال نوموړي وويل، چې د پيسو نړيوال صندوق هم احساس کوي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی، نو له همدې امله غواړي هغه تړون چې له څلورو کلونو راهيسې پرې عمل نه دی شوی، بايد له موږ سره يې بشپړ کړي.هغه وويل پاکستان په راتلونکو شپږو مياشتو کې هيڅ ډول سياسي بې ثباتي نۀ شي زغملى.





