د نوي ژوند ادبي،کلتوري او فلاحي تنظیم د ګل محمد بیتاب لوی کار ستاینه کړې ده

0
230

نصیب شاه شینواري
نوے ژوند ادبي کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام آباد د سینئر ژورنالسټ ، د پښتو تکړه ډرامه نګار ،شاعر و ادیب قدرمن ګل محمد بیتاب د پښتنو ستر لارښود په موضوع ډرامه لیکلو او د باچا خان خدمت د ډرامې په شکل کښ خلقو ته وړاندې کولو دې لوی کار ستاینه کړې ده او نوموړي ته ی نیکې پیرزوینې او هیلې وړاندې کړي دي.
د نوي ژوند فلاحي او کلتوري تنظمی یو فعال مشر نسیم مندو خیل د یوې خپر پانړې په خپرولو پښتو لوی شاعر ګل محمد بیتاب ته په ستر باچا خان بابا د ډرامه لیکلو او چاپ کولو ډیره مبارکي ویلې ده او ویلي ی دي چې ګل محمد ببیتاب یو ډیر لوی خدمت کړې دې چې د پښتونو یو ستر لارښود او مشر باچا خان خدمت ی ستایلې دې.
په خبرپانړه کښې ویل شوي چې هسې خو په باچاخان بابا بلها کتابونه لیکل شوي دي خو دا د پښتو ړومبی کتاب دی چې د بابا په حقله د ډرامې په صورت کښې پښتو ادب ته ډالۍ کړی شو.
د نوي ژوند مشر وایی چې ښاغلی مشر ګل محمد بیتاب یو ځانګړی تخلیق کړی دی چې دا په باچاخان بابا د ځانګړي لیک په صف کښې د ړومبي لیکوال په حیث و ځلېږي او نور لیکوالان به ور پسې اقتدا کوي، هغه په خبر کښې زیاتوي چې دا ډیر زیات د ستایلو وړ پیل دې.

Leave a reply