د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې عمران خان د پاکستان د ډیفالټ کولو کمپاين چلوي

0
103

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې عمران خان د پاکستان د ډیفالټ کولو کمپاين چلوي.

لندن ته د رسيدو په مهال ميډيا سره خبرو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله ووئيل چې د پارلمان نه 30 نه تر 35 پورې په جنون كښې مبتلا كسان لرې كړې شوي دي٬ د دې لپاره چې هېواد كښې ثبات راشی. ده ووئيل مونږ په ادارو بلك ميل نه كړو په كوم ډول چې عمران خان كوي۔د عمران خان تورې كارنامې مخې ته راغلې دي٬ كومې لارې چې غلا كړې٬ هغه دې ونيول شي٬ زما په ضد هم د شرم وړ مقدمې جوړې كړې شوې، هغه اوویل چې مونږ هغه کار نه کوو او ادارې د دوی د خپل لوري تحقیق کوي.

رانا ثناءالله وئيلي چې د پارټۍ په ځينو معاملو به د مشر نوازشريف سره تر ناستو وروسته خبرې کيدې شي۔

ده ووئيل چې د مريم نواز د ستنېدو فيصله شوې ده، چې له دې وروستو به نواز شريف راځي، د نواز شريف وطن ته په راتګ به يې تود هركلے كولې شي، ګوند د نوازشريف په مشرۍ كښې متحد دے او همداسې به پاتې وي، هغه د پاکستان تر ټولو مشهور او لوی مشر دې .رانا ثناءالله وویل د خیبرپښتونخوا حکومت دھرنا او لانګ مارچ کوي نو له همدې امله ستونزې پیدا شوې.د خېبرپښتونخوا حکومت د نه پاملرنې له امله هلته ترهګري رامنځته شوه، دوی ورته پام کوي.
ده ووئيل مونږ د پنجاب اسمبلۍ كښې ناکام نه يو، مونږ د دريو ورځو څخع 179 غړي درلودل او پوره وو.

رانا ثناءالله وويل د رياست ځينې داسې دفترونه دي چې ډيټا يې ليک نه شي، ډيټا ليک کښې د خبريال شاهد اسلم نوم ياد شوى، شاهد اسلم په عزت او وقار ساتل کېږي، پلټنه به يې په ميرټ وي او هغه سره په انصاف وشي.

Leave a reply