خیبر کښې د امن او یووالي ډیوې، ډاکټر کلیم الله شینواري د ټولو غوره شاعر اعلان شو

نصیب شاه شینواري
پرون په ۱۷م د جنوري، د خیبر پښتونخوا په سر ښار پیښور سیرینا هوټل کښې راجوړه شوې د پښتو د شعرونو د مشاعرې د لنډیکوتل سیمې ډاکټر کلیم الله شینواري د ټولو ښه شاعر اعلان شو.

د پښتو ژبې دا مشاعره د خیبر امن او یو والي ډیوې په موضع سي آر اې(کمیونیټي ریزیلینس ایکټویټي نارتهه) په تعاون سره تابیا شوې وه چې پکښې د لنډیکوتل سیمې ۲۵ د پښتو ژبې شاعرانو ګډون وکړو او په ورکړل شوې موضوع باندې ی خپل شعرونه ګډون والو ته وړاندې کړل.
د شعرونو دې مقابلې ججاج د خیبر پښتونخوا درې ډیر لوړاو نامتو شخصیتونو ،شاعر او ادیب لایق زاده لایق ، پروفیسر ډاکټر جهانزیر شعور او پروفیسر اسیر منګل وو.
په اول ګروپ شاعرانو کښې ډاکټر کلیم الله شینواري ،خانیم الله معذور او امان الله باور شینواري :خیبر کښې د امن او یو والي ډیوې : په موضع خپل شعرونه وړاندې کړل او د غونډې ګډون والو څخه ی ستاینه واخسته.
عبدالغفور غفور اپریدي، دلاور خان دلاور، راحت علي افکار، شهزاد ګل شهزاد، صالح محمد صالح، خیال محمد خیالي، دلبر خان دلبر، وسیم اکرم ممتحن، مسود خان ابشار فضل آمین بهار، فضل کریم خادم، ایوب انتظار او یو شمیر نورو شاعرانو خپل شعورنه وړاندې کړل.
د ججانو له لوري د لنډیکوتل سیمې د پښتو ژبې شاعر او په ستر حمزه بابا باندې پی ایچ ډی کوونکې ډاکټر کلیم الله شینواري شعرونه د ټولو ښه او غوره اعلان کړل شو او هغه ددې مقابلې ګټونکې وګرځول شو.
……………………………………………………………………..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载