صدر عارف علوي وئيلي دي چې هغه په سياست کې د مداخلت نه کولو د اسټيبلشمنټ د نيت ستائنه کوي
باغی ټی وی رپورټ
صدر عارف علوي وئيلي دي چې هغه په سياست کې د مداخلت نه کولو د اسټيبلشمنټ د نيت ستائنه کوي۔
د سوداګرو له مشرانو سره په خبرو کې عارف علوي وویل چې سیاسي ګوندونه باید د فوځ د نه مداخلې له موقعې ګټه پورته کړي او د ستونزو د هواري لپاره جمهوري طریقه اختیار کړي.
صدر عارف علوي وئيلي دي چې يوازي هغه حکومت چې عوامي ميډيټ ولري خلک په سختو پرېکړو راضي کولی شي.
ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيرمين عمران خان په يوه مرکه کښي وئيلي دي چي د نوي آرمي چيف جنرل عاصم منير سره هيڅ تعلق نه لري۔
د برطانيې براډکاسټنګ کارپوریشن سره د مرکې په مهال عمران خان وویل تر اوسه کوم سیاسي مشر راغلی چې د هغه حکومت ړنگ کړي؟ مونږ د پاکو او رڼو ټاکنو لپاره خپل دوه حکومتونه ړنګ کړل، وړاندوینه کیږي چې هر څه چې وشي، حکومت به اړ شي چې د اپریل په میاشت کې ټاکنې وکړي.