د مسلم لیګ (ن) مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ټیکنوکریټ حکومت امکان رد کړی او ویلي یې دي چې که زما ګوند یې ملاتړ وکړي زه به یې مخالفت وکړم

0
154

باغی ټی وی رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ټیکنوکریټ حکومت امکان رد کړی او ویلي یې دي چې که زما ګوند یې ملاتړ وکړي زه به یې مخالفت وکړم.

یوه مرکه کې شاهد خاقان عباسي ویلي، که له مسلم لیګ (ن) سره هم د ټیکنوکریټک حکومت خبرې وشي، زه به یې مخالفت وکړم.

شاهد خاقان عباسي وویل چې هغه یو سیاستوال دی او د هیڅ غیر جمهوري عمل ملاتړ نه شي کولی.

هغه وويل چې ځينې خلق دشرکت دپياوړتيا لپاره دا ډول خبرې کوي، په معجزو خوښ دي او هغویړ غواړي چې دهېواد حالات په یوه شپه کې سم شي.

Leave a reply