د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري وايي، د دوی ګوند حکومت ته د ورکولو لپاره نور حیرانتیاوې (سرپرایز )لري

0
191

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري وايي، د دوی ګوند حکومت ته د ورکولو لپاره نور حیرانتیاوې (سرپرایز )لري.

د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري په يو بيان کښې وئيلي دي چې د مسلم ليګ نون او پيپلز پارټۍ يو شمير کسان په تحريک انصاف کښې د شامليدو لپاره په رابطه کښې دي۔

فواد چوهدري وويل ددوي گوند دحکومت لپاره زياتې حيرانتياوې لري.

ياده دې وي چې تيره ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف لخوا د پي ټي آئي د 33 غړو استعفي منظورولو وروستو د فواد چوهدري بيان مخې ته راغلى چې پکښې وئيلي شوي وو چې پي ټي آئي به په دې ټولو سيټونو ټولټاکنو کښې برخه اخلي او عمران خان به ئې ګټونکې وي۔

Leave a reply